د ستر څښتن په سپيڅلي نامه                                                                    دارکوزیا افغان اعلاناتو ویب پاڼي ته ښه راغلاست
د اراكوزيا افغان اعلاناتو په اړه



اراكوزيا افغان اعلانات د هيواد په سوېل لوېديځو سيمو كې د اعلاناتو يوازېنۍ كمپنۍ ده چي په مسلكي ډول فعاليت كوي. زموږ ځانګړتيا د هر چا د خوښې سره سم د فرنټ لايټ او بېك لايټ بورډونه ،پوسټران، سټيكران، ديوالي ساعتونه ، ښيښه يي پرينټونه، يونيفورمونه او لباسونه، پيك لرونكې خولۍ، د كافي ګلاسونه، كيلي بندونه او د ورته نورو توكو ډيزاين او په ډيجيټلي ډول پرينټول دي.
اراكوزيا افغان اعلاناتو شركت ښه كيفيت لرونكي اوخوندي معيارونو ته د لومړيتوب په وركولو ځان ته يو ځانګړې څانګه جوړه كړې او په مسلكي وړتيا سمبال او تجربه لرونكي كسان يې په دنده ګمارلي دي، چي نوموړي كاركوونكي د بيل بورډونو د ساختمانونو او د بېك لايټ بكسونو د جوړولو دندې په غاړه لري. البته زموږ كاري ټيم د پوره وړتيا په لرلو سره كولاى شي، تر څو د اعلاناتو لوحې ودروي او د اعلاناتو لپاره يې چمتو كړي.
زموږ د پېرودونكو په ډله كې د سوېل لوېديځ زون افغان حكومتي څانګې، د ملګرو ملتونو دفترونه اوشخصي معامله كوونكي دفترونه شامل دي.
د اراكوزيا افغان اعلاناتو د موسس او د مسوول په توګه مې پوره زيار ايستلى، تر څو د ښه كيفيت لرونكي خدمات وړاندي كړم.
د نورو معلوماتو لپاره زما سره په تماس كې شئ!
ټليفوني شمېره:8803-150-150-97+ 169-300-700-93+
د بريښناليك پته: aaa_afg@yahoo.com _ realnaz2003@yahoo.com
زموږ ټيم ستاسو د خدمت لپاره سترګې پر لاره دى

په درنښت

محمدنسيم
موسس او مسوول
اراكوزيا افغان اعلانات


بېرته شاته

Design by: Benawa Pushto Web Development Copyright © All rights reserved Arakozia 2008